ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
23 Feb 2024 - 22:28
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
23 Feb 2024 - 22:28

جلال‌اباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د ننګرهار ولایت له مقام د کب په ۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سيمه کې د حاجي وارث او حاجي پيرمحمد کورنيو له شلو کلونو راهیسې دښمني درلوده چې او په پایله کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې مراسمو مرستيال والي مولوي  سعيداحمد بنوري له قومي مخورو او علماء کرامو مننه وکړه چې د ده په غوښتنه يې په دې ولسوالۍ کې د روغې جوړې پروګرامونه پيل کړي دي.

نوموړي د ننګرهار له خلکو وغوښتل چې د دښمنيو او شخړو هوارولو کې له مسوولينو سره همکاري وکړي.

هغه دغه راز وويل، د اسلامي امارت مشرتابه د عفوې له فرمان سره خلک هم متوجه شوي او هره ورځ یې ترمنځ شته دښمنۍ ختمېږي او د کورنيو ترمنځ روغې جوړې کېږي.

د ولايت مرستيال وويل چې امنیت او اقتصادي پیاوړتیا د يوه حکومت او ملت د بريا مهم ارزښتونه دي او خوښي يې وښوده چې په هېواد کې اوس امنیت راغلی او په اقتصادي برخه د ځان بسیاينې پر لور روان دی.

د يادې غونډې پر مهال قومي مشرانو او علماوو له يادو کورنيو مننه وکړه چې د دوی فيصله يې ومنله او سوله يې وکړه.

په پای کې د دواړو کورنيو غړو يو بل ته د غېږو په ورکولو بښنه او د تلپاتې سولې ژمنه يې وکړه.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.