[restrict paid="true"]
<p style="text-align: justify;">لښکرګاه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د هلمند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د یوه خیریه بنسټ له لوري د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې له ۵۰۰ مستحقو معلولینو، یتیمانو او کونډو سره مرسته وشوه.</p>
<p style="text-align: justify;">د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض د کب په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو کسانو سروې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شوې وه.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه وایي، دا مرستې د لښکرګاه په ګډون په ناوه، مارجه، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې وېشل شوې دي.</p>
<p style="text-align: justify;">نوموړي زیاته کړه یاده چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره، ۲۰ کيلو نخود او لوبیا او ۱۵ لېتره غوړي ورکړل شول.</p>
[/restrict]