ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو قومونو او دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

ننګرهار کې د دوو قومونو او دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
15 Feb 2024 - 19:20
ننګرهار کې د دوو قومونو او دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
15 Feb 2024 - 19:20

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د څلورو کورنیو ترمنځ د لسګونو کلونو دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا د سلواغې په ۲۶مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د کامې ولسوالۍ د دوو کورنیو معلم عبدالقادر او نجيب ترمنځ د ځمکې پر سر دوولس کلنه دښمني روانه وه چې له امله يې د معلم عبدالقادر کورنۍ دوه غړي وژل شوي وو.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري د يادې روغې جوړې پر مهال له ټولو هغو مسوولینو، قومي مشرانو او علماء کرامو مننه وکړه چې د دې روغې جوړې لپاره یې هلې ځلې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې وروسته له شلو کلونو جنګ جګړو په ټول هېواد کې امن او ثبات حاکم شوی، عفوه عملي شوې او اوس د ولسونو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په دوستۍ بدلېږي.

مرستیال والي وایي، بهرنیان په داسې حال کې وتښتېدل چې په هېواد کې يې د نفاق تخم کرلی او هيڅ ډول بنسټيزه پروژه يې نه ده تطبيق کړې؛ خو ډاډ يې ورکړ چې د ولسونو ترمنځ به د روغې جوړې پروګرامونه دوام ولري او په لږ وخت کې به هېواد پر پښو ودريږي چې بيا به ټول وګړي خوښ وي.

هغه وويل، سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې ډېر کار تر سره شوی؛ خو يو څه ستونزې به هم وي، چې مشران ورته متوجه دي او په حل يې کار کوي.

مولوي سعيداحمد بنوري دغه راز پر ولسونو غږ وکړ چې خپلمنځي يووالی وساتي، د ولسونو ترمنځ د شخړو او ستونزو په حل کې له مسوولينو سره همکاري وکړي او ډاډ يې وښود چې په نږدې وخت کې به له نړۍ سره په ډېرو برخو کې سيال شو.

د شمشاد ټلوېزيون بنسټګر او د يادې روغې جوړې جرګه کوونکي حاجي فضل‌کریم فضل د ا.ا له مسوولینو، قومي مشرانو او علماء کرامو مننه وکړه چې د دوی په هڅو دغه روغه جوړه وشوه، نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د معاملاتو پر مهال حوصله ولري او ستونزې په سړه سينه حل کړي.

معلم عبدالقادر چې د دښمنۍ له امله زيانمن شوی وو، له روغې جوړې وروسته له ډېرې خوښۍ يې وژړل او له ټولو هغو کسانو يې مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې روغه جوړه وکړه.

نوموړي زیاته کړه: «موږ خپل تره زامن وو، خو شيطانانو په لويه شخړه واړولو، د الله ج څخه يې شرمنده غواړم ډېر خوښ يم چې نن خپل د تره له زامنو سره بېرته يوځای کېږم…»

په پای کې د جرګې مسوولینو د دواړو کورنيو غړي يو ځای ودرول، يو بل ته يې بښنه وکړه او د مينې او خلوص غېږو په ورکړې سره يې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د ورورولۍ په فضاء کې ژوند کوي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې مسوولينو، قومي مشرانو او علماء کرامو په منځګړيتوب د کوچيانو او اخندزاده‌ګانو قومونو ترمنځ د ځمکې او ونو پر سر پنځه دېرش کلنه دښمني چې له امله يې له دواړو لورو نهه کسان وژل شوي او څلورو ټپیان شوي وو، د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پر دوستۍ بدله شوه.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري د يادې روغې جوړې پر مهال د عبدالبصير ګلاب، انجينر واحد، عبدالرحيم خوښمن، انجينر غني او ټولو هغو مسئولینو، قومي مشرانو او علماء کرامو څخه مننه وکړه چې په دې روغې جوړې کې يې هلې ځلې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې د عفوې حکم په برياليتوب سره تطبيق شوی او همدا لامل دی چې ولسونو هم ترې الهام اخیستی او هره ورځ د دوو جانبينو ترمنځ چې پخوا يې دښمنۍ درلودې روغې جوړې کيږي.

ده زياته کړه چې په هېواد کې د تېرو نظامونو د ناسمو پاليسيو له امله په ولسونو کې شخړې او دښمنۍ رامنځته شوي دي او د ا.ا مسئولين هڅه کوي ترڅو په ټول هېواد کې خپلمنځي شخړې او دښمنۍ په دوستۍ او ورورولۍ بدلې کړي.

دی وايي، په اسلامي نظام کې هيڅ ډول سمتي، لساني او نژادي توپير شتون نه لري او له توپير پرته ټولو قومونو ته يو ډول نظر کيږي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري همدا راز د ننګرهار په ولس غږ وکړ، چې د نظام ملاتړ وکړي او ډاډ يې ورکړ چې تدريجاً به په اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې ټولې ستونزې حل شي.

د يادې غونډې پر مهال د دې ولايت د علماوو شورا رئیس شيخ حضرت جان حنفي، يو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو د اسلام مبارک دين له نظره سوله او پخلاينه لوی نعمت ياد کړ او خوښي يې وښوده چې د يادو قومونو ترمنځ سوله وشوه، په پای کې جانبينو يو بل ته د مينې او خلوص غيږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې پاتې ژوند به د ورولۍ په فضاء کې تر سره کړي.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.