د عدلیې وزارت وایي چې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې یې تر څېړنو او ارزونو وروسته یې د ۱۱ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه تړلي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینزر اوغلو وایي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حج د نویو ثبت شویو متقاضیانو لپاره په ټول هېواد کې د پچې اچونې بهیر ترسره شو.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، یوه بهرنی شرکت غواړي چې د افغانستان د کانونو د استخراج په بدل کې، د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان په تړاو ددوحې تر غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي کابل ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې، پخپله ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي.
سریلانکا د کرکټ په یواځینۍ ټسټ لوبه کې افغانستان د لسو وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په میدان وردګ ولایت کې د ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۵۱ وړې پروژې پرانیستل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه جالبې مرحلې ته داخل شوې او په درېیمه ورځ د افغان لوبډلې تله درنه وه.
د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر بلخ ولایت کې د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ په یاد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستله.
. . .