سریلانکا له یوې په زړې پورې سیالۍ وروسته افغانستان ته په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ماتې ورکړه.
غزني ښار (پژواک ۱۹ سلوغې ۱۴۰۲): غزني کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کسانو ترمنځ شخړه شوې، چې په پایله کې يو کس وژل شوی.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د ټولټاکنو په ورځ په لسګونو امنیتي پېښو کې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن وایي چې تر دوحې غونډې مخکې بیشکک کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د استازو په ګډون په یوه بله غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.
اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
مشهور هندي موسیقار ذاکر حسین د (پشتو) نومې موسیقۍ پارچې لپاره د ۲۰۲۴ کال غوره نړۍوال موسیقۍ فعالیت له امله په امریکا کې د «ګرامې» جایزه وګټله.
په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو له امله دغه هېواد له افغانستان سره خپلې ټولې لارې د یوې ورځې لپاره تړلې دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به د یوه بل کال لپاره هم کنګل وي.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي چې عراق کې یې د هوایي برید په پایله کې د ایران پلوه ډلې کتایب حزبالله قوماندان وژلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر شاوخوا دوه میاشتو وروسته د پاکستان د پنجاب له یوه زندان څخه خوشې شوی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږيکوونکي او د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي سره د دوحې پر راتلونکې غونډې خبرې کړې دي.
د هند د پټانو یوې فابریکې کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې