ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ځمکي په سر شخړه کې یو کس وژل شوی

غزني کې د ځمکي په سر شخړه کې یو کس وژل شوی

author avatar
9 Feb 2024 - 00:04
غزني کې د ځمکي په سر شخړه کې یو کس وژل شوی
author avatar
9 Feb 2024 - 00:04

غزني ښار (پژواک ۱۹ سلوغې ۱۴۰۲): غزني کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کسانو ترمنځ شخړه شوې، چې په پایله کې يو کس وژل شوی.

د غزني د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ابو خالد سرحدي پژواک ته وويل، پېښه نن له غرمې مخکې د اندړو ولسوالۍ د شاتورو په کلي کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه ، لومړی د یادو کسانو ترمنځ دځمکې په سر لفظي شخړه شوې چې وروسته په تاوتریخوالي اوښتې او په پايله کې محمد ايوب د سلطان محمد زوی وژل شوی.

هغه وایي، امنيتي ځواکونو قاتل کریم الله نيولی، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپيژندل شي.

Visits: 250

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.