د فراه ولایتي مسولین وایې چې د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليونه افغانيو په لګښت له پنبه دانو څخه د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه.
خوست ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د خوست ولایت شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه له یوه ډله ییز قبر څخه ۱۰۰ جسدونه موندل شوي دي.
سریلانکا د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو د درېیو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.
اسټرالیا په پای لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکړلو د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
د امریکا له ګوانتانامو زندان زندان څخه خوشې شوي دوه تنه افغانان په عمان کې له اوه کلنۍ نظر بندۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستنېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هیوادونو کې استازولۍ لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي سره د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو او پراختیا خبرې وکړې.
د هلمند امنیتي مسوولین وایې، چې په کجکي ولسوالۍ کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسولینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشه یي توکو د پروسس یوه کارخانه له منځه وړې ده.
د فراه د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د نيالګيو کینولو کمپاين پیل شو.
د پاکستان پارلماني ټاکنو کې کوم سیاسي ګوند غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی او پخواني لومړي وزیر نواز شریف د مخلوط حکومت جوړولو اعلان کړی دی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ګڼ شمېر ملي او نړۍوال ریکارډونه جوړ شول.
په امریکا کې د میا شرکت د دغې ټولنیزې شبکې د محتوا د پالیسۍ څخه د سرغړونو له کبله د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د فېسبوک او انسټاګرام حسابونه وتړل.