Language

اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو یو ورځني کرکټ نړۍوال جام اتلولي وګټله

اټلانټا (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلو یو ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو پای‌لوبه کې هند ته په ماتې ورکولو د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ چې په سوېلي افریقا کې ترسره شوې، د یکشنبې ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د پای‌لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسټرالیا په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ.

خو د هند لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۷۴ منډو وسوځېده.

دغه راز اسټرالیا دا لوبه د ۷۹ منډو په ستر توپیر وګټله او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په دې سیالیو کې افغانستان هم برخه اخیستې وه او شپاړسم مقام یې خپل کړ.

اسټرالیا له دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې د ټسټ سیالیو اتلولي، د یوه ورځني کرکټ نړۍواال جام او د ښځو شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام اتلولۍ هم ګټلې دي.