ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم له افغانستانه وګټله

سریلانکا د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم له افغانستانه وګټله

author avatar
12 Feb 2024 - 01:34
سریلانکا د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم له افغانستانه وګټله
author avatar
12 Feb 2024 - 01:34

اټلانټا (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): سریلانکا د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو د درېیو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.

دا لوبه چې د سلواغې په ۲۲مه، د یکشنبې په ورځ د سریلانکا پلازمینې کولمبو ښار په پالی کیلی لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې کوربه هېواد وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبغاړو یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۰۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د افغانستان د پیل لوبغادړو ښه توپوهنه وکړه او په ۱۴۳ منډو د افغانستان یواځې دوه لوبغاړي سوځویدلي وو، خو په وروستیو لسو منډو اضافه کېدو سره د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۵۳ منډو وسوځېدله او دسریلانکا دا لوبه د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

دغې بریا سره سریلانکا ددرېیو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.