د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه وضاحتونه وغوښتل او ویلي چې له هغې وروسته به په غونډه کې د ګډون پرېکړه کوي.
سرپرست حکومت وایي چې د اسلامي امارت دسیاسي کمېسیون په غونډه کې د دوحې راتلونکې غونډې په اړه په تفصیلي توګه خبرې وشوې.
ځایي مسوولین وایي چې په بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې په عراق او سوریه کې یې د ایران پلوه وسله واالو او القدس ځواک پر ۸۵ هدفونو بریدونه کړي دي.
اټلانټا (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې کوچنۍ شخصي الوتکې غورځېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ یواځینۍ ټسټ لوبه پیل شوې او ملي لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۹۸ منډو وسوځېدله.
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني وايي افغانستان دې د نړۍ نورو پرمختللو هېوادونو سره نه پرتله کېږي، اوسني حکومت ته دې لږ ورخت ورکړل شي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مملې تاریخي بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
د کانونواو پټرولیم وزارت وایي چې د بدخشان د ارغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان په یوه شفافه داوطلبۍ کې د باختر فولاد شرکت ته په قرارداد ورکړل شو
د کابل ښاروالۍ وایي چې د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لاري څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د مارکیټ جوړولو لومړني کارونه پیل شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د څه دپاسه ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالۍ د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې پیل شوې.
د مالیې وزارت وايي چې په کابل کې یې شاوخوا ۲۶ زره متره مربع ځمکه غصب شوې او د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري تر اوسه زرګونه متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.