ژبه

کابل ښاروالۍ: پل‌خشتي جومات سره د ځمکې لاندې مارکېټ جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ وایي چې د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لاري څخه تر پل‌خشتي پورې د ځمکې لاندې د مارکېټ جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.

ښاروالۍ د سلواغې په ۱۲مه، پر ټولنیزې شبکې اېکس کې د دغو کارونو د پیل ځینو انځورونه هم خپاره کړي چې د سکواټرونو په وسیله ځمکه کیندل کېږي.

سرچینې د لومړۍ ناحیې د رییس مولوي محمدعالم عاصم له قوله لیکلي چې دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او په ياده سيمه کې د ګڼه ګوڼې کمولو په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور په ګډون جوړېږي.

هغه زیاته کړې، په لومړي ګام کې به د دغه ځای خاوره په لابراتوار کې ټېست او وروسته به په سیمه کې د کېندلو چارې ترسره او بل پړاو کې به د ډیزاین له مخې، په عصري او معیاري ډول د ځمکې لاندې مارکېټ د هټیو او پلو لارو جوړول پیل شي.

خو نوموړي نه دي ویلي چې پر دې پروژې څومره لګښت راځي، څومره یې د ښاروالۍ او څومره یې د خصوصي سکټور له خوا ورکول کېږي او نه هم ښاوالۍ د نقشې او ډیراین په اړه څه ویلي دي.