د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په هېواد کې د رسنیو مسوولینو سره په ناسته کې له هغوی سره د اسلامي امارت غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې.
د کندوز او میدان وردګو ولایتونو بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ۱۵ ټپیان شوي دي.
د بلخ ولایت د حیرتان بندر ګمرک کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې.
د پاکستان د فساد ضد یوې محکمې پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن په ۱۴ کلونو بند او شاوخو یو نیم میلیارده کلدرو نغدي جریمې محکوم کړې دي.
د سالنګونو د لویې لارې د څاراوساتنې ادارې مسوولین وایي چې د واورې اورښت اوطوفان له امله دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان امریکا ته په ماتې ورکولو سره پنځلسم مقام خپل کړ.
د روڼتیا نړۍوال سازمان پخپل کلني راپور کې ډنمارک له فساده پاک او صومالیا له فساده ډک هېوادونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې افغانستان څلور درجې ټیټ شوی دی، خو اسلامي امارت دا راپور رد کړی دی.
د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې په وسلهوالو بریدونو او چاودنو کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان دي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ددولتي محرمو اسنادو د افشا په جرم په لسو کلونو بند محکوم شوي دي.
د امریکا ددفاع وزارت اعلان کړی چې اردن کې د هوایي برید له امله د ټپي شویو امریکایي سرتېرو شمېره له ۴۰ تنو څخه اوښتې ده.
بلوڅ وسله والو ویلي، چې په بلوچستان کې یې پر پاکستانیو ځواکونو ډله ییز بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې، خو د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي، چې بریدونه یې په شا تمبولي دي.
د سرپرست حکومت د کابینې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.