د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» د یوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، چې د غونډې ټولو ګډوالو په اتفاق سره په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړ.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۰ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
مسوولین وایي، د کندهار په ۱۹ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا یو – یو د اوبو چیکډېم جوړيږي چې پېل یې د ښکته شاولیکوټ ولسوالۍ څخه وشو.
د سوریې پولې ته نږدې د اردن په خاوره کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د پیلوټه الوتکې هوایي برید کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دایران د سیستان بلوچستان ایالت په سراون سیمه کې نهه تنه پاکستانيان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نور الله نوري تورخم څخه دلیدنې پر مهال ویلی، چې افغانستان له پاکستان سره صفري ټکی یا مشخصه پوله نهلري.
ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د یاد وزارت له لوري د کابل- کندهار پرلویه لاره د څه دپاسه ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پلونه جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال وويل چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره له پاکستان څخه راستنو شويو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيلېږي.
د اریانا افغان هوایي شرکت یو ځل بیا له خوست له نړۍوال هوایي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړې.
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیپال هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز افغانستان په دې سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته چې ویلی یې دي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی، افغانانو سخت غبرګون ښودلی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلی چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.