د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د قطر پلازمینې دوحه کې د افغانستان په تړاو د کېدونکې دویمې مشورتي غونډې نېټه په ډاګه شوه، بلخوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي چې په یاده ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
لوګر او کاپیسا ولایتونو کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو او درېیو سړکونو د جغلاچونې چارې پیل او د تخار – بدخشان لویې لارې د ۵۸ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د روسیې ددفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د یوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې سرحدي ځواکونو په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دوو ممنوع الخروجو په ګډون څلور هغه کسان هم نیولي چې غوښتل یې په جعلي پاسپورټونو بهر ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر سره په لیدنه کې وغوښتل، چې ددغه هېواد له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي.
د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له ۷ بنسټونو سره د یو میلیون ۵۶۳ زره او ۱۲ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
: د راپورونو له مخې، دفلسطین په غزې ښار کې د حماس ډلې په دوو بریدونو کې ۲۴ اسراییلي پوځيان وژل شوي دي.
د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون په ناسته کې د ژورنالیستانو صندوق د کړنلارې او د رسنیو د عالي شورا د بیا جوړېدو پر اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه نیوزیلینډ ته بایلوده.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د درېیو روغتونونو درې برخې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله وتړلې.
په غزني ولایت پر نشه یي توکو ۲۵۰ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.