اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲) : د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د هلو ځلو په پایله کې ټاکل شوې ده، چې د تورخم دروازه نن سه شنبه خلاصه شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په بېلا بېلو ایالتونو کې د سړې هوا او واورو له امله په بېلا بېلو پېښو کې شاوخوا ۹۵ کسان مړه شوي دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي هغه معبد پرانیست چې په ۱۹۹۲ کال کې د شهید کړل شوي بابري جومات پر ځای جوړ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له جاپان څخه غوښتي چې افغانستان کې د طبیعي زېرمو او کانونو برخو کې پانګونه وکړي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د بغلان والي وايي چې د رسنیو فعالیت د نظام په وده او پایښت کې مهم رول لري، باید ملاتړ یې وشي او اطلاعاتو ته هم پر وخت لاسرسی ولري .
د امریکا د وسله ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې په عراق کې یې پر یوې پوځي اډې توغندوییز برید کې یو شمېر سرتیري ټپیان شوي دي.
په پکتیا او هلمند ولایت کې د بیا رغونې دوه پروژې بشپړې او په لغمان ولایت کې دیوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
سرپرست حکومت وایي، چې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د امارتي شرکتونو د انسجام او ښه مدیریت په موخه یوه خپلواکه اداره جوړېږي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې بهرنۍ الوتکې څلور کسان ژوندي ژغورل شوي، خو د بدخشان ځایي مسوولین بیا وایي چې دوه تنه یې مړه شوي دي.
په خوست ولایت کې د ۲۳ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي.