Language

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې وشوې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

هغه زیاته کړې، د البدر قول اردو د هوايي لواء مخکنی قوماندان مولوي فتح‌الله منصور د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي معین په توګه او د ۲۰۵ البدر قول اردو د هماهنګۍ مخکنی مسوول مولوي محمدنبي نجات د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ملکي چارو د معاون په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز د امر بالمعروف نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو د سمع او تصنیف مخکنی رییس مولوي صدیق‌الله د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو د معین په توګه، د مالیې وزارت مخکنی اداري معین مولوي حمدالله زاهد د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ معین په توګه او د کندهار ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو مخکنی رییس ملا اغاجان اخند د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ مخکنی رییس مولوي رازمحمد ابوسعید، د همدې اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاون په توګه، او ملا عبدالباري اخند د کندهار ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو ریاست د رییس په توګه ګومارل شوي دي.

[/restrict]