restrict paid="true"]
خوست ښار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): په خوست ولایت کې د ۲۳ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.
د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د واليبال دغه سيالۍ چې د خوست د بدني روزنې امريت او د دغه ولايت ځوانانو له خوا پیل شوې، په کې ۲۳ لوبډلو ګډون کړی او نږدې شل ورځې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، دا سیالۍ د شاعر، ليکوال او ژورنالېست نوراجان بهير په ستاينه او هڅونه په لاره اچول شوې دي.
هغه وويل، ټول هغه کادرونه چې په يوه نه يوه برخه کې لاسته رواړونې لري او د خلکو لپاره يې خدمت کړی وي، بايد په ژوندانه وستايل شي.
ورته مهال شاعر، ليکوال او ژورنالېست نوراجان بهير بيا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د خوست د بدني روزنې له امريت او ځوانانو مننه وکړه چې دغه سيالۍ ده د ستاينې په موخه جوړې کړي.
هغه وويل که څه هم په ټوله کې سپورت د فرهنګ برخه ده، خو کله چې په فرهنګي نوم جوړېږي، نو د فرهنګ او سپورت نور هم سره نږدې کوي.
د نوموړي په وينا، نور هغه شخصيتونه چې په ټولنه کې موجود دي د هغوی د ستاينې په موخه بايد دا ډول پروګرامونه جوړ شي، څو دا فرهنګ لا دود شي.
بلخوا د واليبال د لوبې يو شمېر لوبغاړو پژواک ته وویل چې دې لوبې ته هغه ډول پاملرنه ده شوه، لکه څه ډول چې په کار ده.
د واليبال يوه لوبغاړي عتيقالله مندوزي پژواک ته وويل دا ډول لوبې د واليبال په برخه کې د ځوانو لوبغاړو د پېژندلو برخه کې اغېزمنې تمامېږي.
نوموړي له مسوولو کسانو غوښتنه وکړه، چې د واليبال ورته سيالۍ د خوست په نورو سيمو کې جوړې کړي.
يو بل لوبغاړي بادشاه بيا وايي، د ټول خوست په کچه د واليبال يو معياري جمنازيوم هم شتون نه لري.
نوموړي په خپلو خبرو کې د بدني روزنې له امريت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی دې غوښتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن