د هېواد د وتلي لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند نوی کتاب «راشد د کرکټ خان» چاپ او بازار ته عرضه شو.
د کابل ښار لېسهمریم بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د کندهار چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د یکشنبې په ورځ دې ټول کاروبارونه بند کړي او په لویه عیدګاه کې دې په استسقاء لمانځه کې ګډون وکړي.
د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې پاکستان افغانستان ته، انګلستان سکاټلېنډ ته او هند بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازه له تېرو اوو راهیسې د سوداګرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده او پاکستان لا هم د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ پر لرلو ټینګار کوي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره (IRCC) وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې د مختلفو پروګرامونو له لارې ۴۵ زره او ۸۵۰ تنه افغان کډوالو ته په دغه هیواد کې د بیا میشتیدو امکانات برابر کړي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین خبر وایي، چې په موسیٰ کلا ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شوه.
د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په سویلي افریقا پیل شوې، چې پکې د ۱۶ هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.
د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په بهرامچې او ناومېش ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري سلګونه کیلو ګرامه نشه یې توکې له نیول کېدو وروسته سوځول شوي دي.
ایران ویلي چې پر سراوان سیمې د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه “بهرني” وګړي وژل شوي دي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، د رویالیټۍ او ګمرکي تعرفې ټیټولو پرېکړه وشوه.
د ارشاد، حج تو اوقافو وزارت وایي، په پام کې لري چې پلازمینې کابل او ولایاتو کې د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل کړي.