ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دروازې تړل کېدو اونۍ پوره شوه؛ پاکستان لا هم پر ویزه او پاسپورټ ټینګار کوي

د تورخم دروازې تړل کېدو اونۍ پوره شوه؛ پاکستان لا هم پر ویزه او پاسپورټ ټینګار کوي

author avatar
19 Jan 2024 - 23:43
د تورخم دروازې تړل کېدو اونۍ پوره شوه؛ پاکستان لا هم پر ویزه او پاسپورټ ټینګار کوي
author avatar
19 Jan 2024 - 23:43

اټلانټا (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): تورخم دروازه له تېرو اوو ورځو راهیسې د سوداګرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده او پاکستان لا هم د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ پر درلودو ټینګار کوي.

دا دروازه اووه ورځې مخک د تېرې شنبې ورځ وروسته له هغه د پاکستان له خوا وتړل شوه چې له افغان سوداګرو یې د ویزو او پاسپورټ غوښتنه کوله.

په تورخم کې د افغانستان کمیسیار ملا عبدالجبار همت هغه مهال ویلي وو چې دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کړی او له پاکستاني لارۍ موټرو له چلوونکو یې د ویزې او پاسپورټ غوښتنه وکړه چې په غبرګون کې یې پاکستان دروازه وتړله.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت یې پرېکړه کړې چې  پر تورخم د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ ضروري دي.

د دغه وزارت ویاندې مېرمن زهرا بلوچ پرون په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ټوله نړۍ کې د سفر لپاره له پاسپورټ او ویزې کار اخیستل کېږي او پاکستان اوس دا ډاډ ترلاسه کول غوا

ړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پر اساس ترسره شي.

هغې زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې زموږ افغان ګاونډیان کله چې پاکستان ته سفر کوي د معتبرو اسنادو اهمیت درک کړي.»

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته د سوداګرو زرګونه موټر ولاړ دي، په موټرو کې د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزیجات هم شته، چې غوښتل یې پاکستان ته یې صادر کړي.

دغه راز سلګونه افغان ناروغان چې پښتونخوا ته د درملنې لپاره تلل او د پاکستان ویزه یې هم ترلاسه کړې وه، په تورخم کې ایسار پاتې دي.

د محمدیونس په نوم د ننګرهار یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې ورور یې غوښتل د پښو عملیاتو لپاره ولاړ شي، خو اوس بند پاتې دی.

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان له لارې پرته نورې ټولې لارې د ترانزیټي مالونو د لېږد رالېږد پر مخ تړلې دي.

هغه زیاته کړې: «دوی پاسپورټ غواړي، ویزه غواړي او هغه د افغان ډریورانو سره نشته دي، د سپین‌بولدک لاره خلکو بنده کړې، نو د غلام خان په لار یو څه موټر ځي راځي مګر نورې لارې بندې دي، په زرګونو موټر دواړو خواوو ته ولاړ دي، هم پاکستان ته د ورځې په لکونو ډالر تاوان رسېږي، هم موږ ته، مېوه خرابېږي، مواد خرابېږي، بل دا دی چې زموږ کانټینرې دي، باید بېرته لاړې شي کراچۍ ته د کمپنۍ ډیمرج هم راځي.»

په تورخم کې افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بي‌بي‌سي ته ویلي چې سرپرست حکومت د سوداګرو او عامو خلکو لپاره هغه شرطونه چې د پاکستان حکومت په دې دروازه د اوښتو را اوښتو لپاره ټاکلي، د منلو نه دي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ او دوی خبره نه ده شوې بیا، وېزه او پاسپورټ خو مو تر اوسه بېخي نه دی ورسره منلي، پرون تجاران او ډریوران راغلي وو، هغوی ټولو ویل چې زموږ مالونه دې هم وراسته شي او موټر مو دې هم خراب شي خو دا شی موږ نه منو.»

نوموړی وايي، سوداګرو ورته دا خبره هم کړې چې که پاکستان خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به له دغه هېواده د سوداګرۍ لوری بلې خوا ته واړوي.

د یادونې ده، په تېره یوه اونۍ کې دوه ځلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دې موضوع خبرې شوې، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

Views: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.