Language

هلمند کې یوه ماشومه له انسان‌تښتوونکو وژغورل شوه

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین  وایي چې د دغه  ولایت په موسیٰ‌کلا  ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلې د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه.

د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني د مرغومې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه کلنه ماشومه نجلۍ دوه ورځې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو د یو لړ پلټنو په ترڅ کې هغه کس چې دغه نجلۍ یې تښتولې وه، د موسیٰ‌کلا ولسوالۍ په  بازار کې ونیو.

نوموړي وویل، ماشومه نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې  او انسان‌تښتونکی عدلی او قضایي ارګان ته سپارل شوی دی.