ایران اعلان کړی چې په عراق او سوریه کې یې د اسراییل د استخباراتي اداارې (موسا) د جاسوسۍ شبکې پر یو شمېر مرکزونو یې توغندویي بریدونه کړي دي.
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي .
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم پلازمېنه کابل کې ۶ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
په کندوز ولايت کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د علياباد – خاناباد عمومي سړک پخولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ازادو سیالیو افغان اتل فرید بشارت د «یواېفسي» سازمان سياليو په لړ کې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یو پلاوی یې په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان کډوالو خبرې کړې دي.
په فراه ولایت کې د ۶ زونونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د عدالت فراه لوبډلې په بریای پای ته رسېدلې دي.
د سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر داسراییل د ملاتړ له امله ګوښه کړی شو
د هېواد د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۲۵۰ علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې د بیارغونې د پروژو د پیل ترڅنګ د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه.
کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت مسوولین وایي چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازه یو ځل بیا د ناروغانو او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه.
: د راپورونو له مخې، امریکا او بریتانیا د جمعې په ورځ سهار وخته په یمن کې د حوثي وسله والو پر بېلا بېلو مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
د افغانستان د ويلچیر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.