د هېواد دملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي لخوا د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات زلزله ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو.
افغان ملي سوداګر ميرويس عزيزي اعلان وکړ، چې په نږدې راتلوونکي کې به په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او انرژۍ برخو کې د ۱۰ مليارده امريکايي ډالرو پانګونه کوي.
ځایي مسوولین وایي چې په اروزګان او کندوز ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وایي، حکومتي وياندويان باید له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند معلومات پر وخت ورسره شریک کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د انګلستان سرپرست سفیر سره په لیدنه کړې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر ملاتړ نه کوي، خو د دغه سفر په تړاو به هغه معلومات وغواړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ښځو او نجونو نیول د هغوی لپاره سپکونکی او خطرناک دي، خو د اسلامي امارت ویاند د یوناما دا ادعاوې رد کړې.
هند د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ په بریا سره پیل کړه.
د افغانستان او هندوستان ترمنځ ددرېیو شل اووریزو نړۍوالو لوبو لومړۍ لړۍ نن په داسې حال کې پیلېږي، چې راشد خان له دې سیالیو څخه ویستل شوی او ویرات کوهلي په لومړۍ لوبه کې نه لوبېږي.
د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګو ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه چک ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس سره د پروژې ارزښت ، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د عملي چارو پر پیل خبرې کړې دي.