د نیپال کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان د جنسي تیري په جرم په اتو کلونو بند محکوم شو
د راپورونو له مخې، د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده سره لیدلي دي.
د هلمند په کجکي او سنګین ولسوالیو کې د بیارغونې یو شمېر پروژې پیل او یوه بشپړه شوه.
په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې پر غزې ښار د اسراییلي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې تر اوسه یې ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی د ی
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، ملګرو ملتونو ورته ډاډ ورکړی، چې ځینې هېوادونه د نشه یي توکو د بدیل کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی .
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې پر درېیو ملي لوبغاړو یې لګول شوي بندېزونه لرې کړي چې له دې وروسته به دوی ته د مرکزي قراردادونو د ورکړې ترڅنګ په سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه هم ولري.
د کندهار امنیتي مسوولین وایي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ د دوست محمد په کلي کې د نشه يي توکو په یوه فابریکه کې د اورلګېدني پر مهال درې تنه ټپیان شوي او یو کس مړ شوی دی.
د افغانستان کرکټ له راتلونکې میاشتې څخه سریلانکا او ایرلینډ سره د کرکټ ددرې واړو فارمټونو د لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې په پچيراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د سویلي افریقا د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړې چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي.