په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي، چې د کابل ددشت برچي سیمې په چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پولیس ۲۰ تنه یادوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ګواښ متوجه نه شي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده، چې پر واقعیتونو بحث وشي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.
د کابل ښار په شپږمه حوزه کې پر یوه کاسټر موټر د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
د کرکټ نړۍوالې شورا د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی، افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي.
د امریکا کرکټ ادارې اجرائیوي رییس ډاکټر نورمحمد مراد وایي، د افغانستان کرکټ ستراتيژي به هلته هم عملي کوي او زیاتوي چې افغان ځوانان هم کولای شي د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي.
د نیمروز ولایت ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند د هغه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې زرنج ښار ته اوبه رسوي.
د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې پکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي ګومارل کېدل تصویب شوي.
د فراه ولایت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره د بشپړو انسانتياوو په درلودلو سره په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې تم ځای جوړ شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت، د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونو د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.