ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر مولانا فضل‌الرحمن ته: د رسنیزو ادعاوو پر ځای باید پر واقعیتونو بحث وشي

مولوي عبدالکبیر مولانا فضل‌الرحمن ته: د رسنیزو ادعاوو پر ځای باید پر واقعیتونو بحث وشي

author avatar
8 Jan 2024 - 00:49
مولوي عبدالکبیر مولانا فضل‌الرحمن ته: د رسنیزو ادعاوو پر ځای باید پر واقعیتونو بحث وشي
author avatar
8 Jan 2024 - 00:49

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ متوجه نه شي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده چې پر واقعیتونو بحث وشي.

له ارګه د مرغومي په ۱۷مه د شپې ناوخته خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل‌الرحمن او مل پلاوي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود.

مولوي عبدالکبیر کابل ته د مولانا فضل‌الرحمن او پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې کابل ته د هغه سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تحکیم او د ناسم پوهاویو په راکمولو کې اغېزناک تمام  شي.

هغه وویل، اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته خطر او ګواښ متوجه نه شي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده چې پر واقعیتونو بحث وشي.

نوموړي زیاته کړه، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او هغوی ته دې لازم سهولتونه برابر شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هیله وښوده چې مولانا فضل‌الرحمن او مل پلاوی د اسلامي امارت روښانه پيغام اسلام‌اباد ته ولېږدوي چې ا.ا په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستاني پلاوي مشر مولانا فضل‌الرحمن کابل پر خپل راتګ خوښي وښوده، ویې ویل، دواړه اسلامي هېوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید د یو بل لپاره د نفعې میدانونه جوړ شو او یو له بل سره تعاون وکړو.»

نوموړي دغه راز وویل: «موږ د افغان مهاجرینو د اېستلو پرېکړه غندو، دا ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري، زموږ مقصود دا دی چې شته اړیکې د دواړو هېوادونو په مشترکاتو استعمال کړو.»

ورپسې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر، د افغانستان د لوړو زده‌کړو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او یو شمېر نورو وزیرانو هم ګډون کړی و.

د مولانا فضل‌الرحمن په پلاوي کې د دغه ګوند یو شمېر غړو ګډون درلود.

کابل ته له روانېدو مخکې مولانا فضل‌الرحمن په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته ویلي وو چې کندهار ته به هم سفر کوي او هلته به د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره ګوري خو تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.