ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: د کابل ښار وروستۍ چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

یوناما: د کابل ښار وروستۍ چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

author avatar
8 Jan 2024 - 01:19
یوناما: د کابل ښار وروستۍ چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
author avatar
8 Jan 2024 - 01:19

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې د کابل وروستۍ چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده خو پولیس دغه شمېره شل یادوي.

دا چاودنه پرون له ماښام وروسته شاوخوا ۶:۱۵ بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمې په قلعه ناظر کې وشوه.

پرون د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي خو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن وویل: «دشت برچي کې د سپرلیو په یوه کاسټر موټر کې چاودنې له امله له بده‌‌مرغه پنځه تنه عام هېوادوال شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.»

نوموړی وايي، د پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

خو یوناما ویلي چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې خو د مړو او ټپیانو کره ارقام یې نه دي ورکړي.

یوناما پر ملکي وګړو د بریدونو مخنیوي غوښتنې ترڅنګ ویلي چې د دې ډول بریدونو عامل باید محاکمه شي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي چې د پېښې په اړه د پولیسو له لوري لا هم پلټنې روانې دي څو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ۲۰ کسان یې وژلي دي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.