ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jan 2024 - 21:00
فراه کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jan 2024 - 21:00

فراه ښار (پژواک ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د  فراه ولایت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ  کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا د مرغومي په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په یاده سیمه کې یو ټېلر له پاسو موټر  سره ټکر چې له امله یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې یې دوه ښځې دي.

سرچینې ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ټېلر موټر چلوونکی نیول شوی دی.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.