منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره تم ځای جوړ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره د بشپړو انسانتياوو په درلودلو سره په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې تم ځای جوړ شو.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د مرغومي به ۱۴مه، ددې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې پر دې پروژې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

قانت زیاته کړه، چې د یاد تم ځای په جوړېدو سره به د غلام خان بندر په اوږدو کې د بار وړونکو موټرو د پارکینګ ستونزه حل شي.

نوموړي همدا راز وویل چې په دغه تم ځای کې اداري خونې، د تم ځای هموارکاري، د ساتوونکوخونې، اوبو او برېښنا سیستم او نور اړین ملحقات شامل دي.

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د تفتیش رییس شیخ محمد چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل، دوی د هېواد د ځمکني ټرانسپورټ د بیارغونې لپاره ډېرې هلې ځلې کوي او په دې برخه کې په مختلفو ولایتونو کې ۴۰ پروژې تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه، چې د خوست  په هوایي ډګر کې هم نن یوه پروژه پرانیستل کېږي او د خوست د هوایي ټرانسپورټ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل شوې.