ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر مراد: غواړم د افغانستان کرکټ د پرمختګ پلان د امریکا کرکټ کې هم عملي کړم

ډاکټر مراد: غواړم د افغانستان کرکټ د پرمختګ پلان د امریکا کرکټ کې هم عملي کړم

author avatar
6 Jan 2024 - 01:11
ډاکټر مراد: غواړم د افغانستان کرکټ د پرمختګ پلان د امریکا کرکټ کې هم عملي کړم
author avatar
6 Jan 2024 - 01:11

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا کرکټ ادارې اجرائیوي رییس ډاکټر نورمحمد مراد وایي، د افغانستان کرکټ ستراتيژي به هلته هم عملي کوي او زیاتوي چې افغان ځوانان هم کولای شي د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

ډاکتر مراد چې په دې وروستیو کې د امریکا کرکټ ادارې اجرائیوي مشر ټاکل شوی، له دې مخکې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختیايي څانګې مسوول او بیا د اجرائیوي رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې د امریکا په څېر د یوه ستر هېواد کرکټ ادارې اجرائیوي رییس ټاکل کېدو د پروسې، د امریکا کرکټ د اوسني وضعیت او راتلونکو پلانونو او د افغانستان کرکټ په اړه غږېدلی دی.

تاسو څه ډول د امریکا کرکټ ادارې ته لاره پیدا کړه؟

کرکټ د نړۍ دویمه لویه لوبه ده، امریکا هم له ۱۹۶۶ کال راهیسې د کرکټ د نړۍوالې شورا د دویمې درجې غړیتوب لري، خو بدبختانه دومره وده یې نه وه کړې، خو د کرکټ نړۍواله شورا او یو شمېر نورو هېوادونو وغوښتل چې په امریکا کې کرکټ پرمختګ وکړي؛ نو په همدې موخه یې د امریکا کرکټ ادارې د اجرایيوي ریاست پوسټ ازاد رقابت ته وړاندې کړ، لومړی زه خبر نه وم، دوستانو احوال راکړ، او تشویق یې کړم چې دغه پوسټ ته غوښتنلیک ولېږم، او ما هم دغه کار وکړ. دې پروسه درې میاشتې وخت ونیولو، بېلابېلې پروسې وي، تحریري او تقریري ازموینې وې بیا له یوې شفافې پروسې وروسته زه وټاکل شوم.

دې دندې لپاره له شاوخوا ۳۰ هېوادونو لسګونو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي او د بېلابېلو هېوادونو د کرکټ ادارو پخواني او اوسني مسوولین په کې شامل وو.

د امریکا کرکټ په کوم حالت کې دی؟

کله چې زه په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته ولاړم، د امریکا حالت هم د افغانستان د ۲۰۱۲ کال له حالت سره برابر دی، اداري جوړښت او ساختار یې هماغه ډول دی، ډېر کار ورته نه دی شوی، ښه حالت نه دی، ډېر کار ورته په کار دی څو بشپړغړیتوب ترلاسه کړي او اداري جوړښت یې معیاري شي.

امریکا د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره کومه ستراتيژي جوړه کړې؟

موږ چې کله په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره ستراتيژي جوړه کړه؛ نو هدف مو دا و چې په ۲۰۱۵ کال کې باید بشپړ غړیتوب ترلاسه کړو او هماغسې وشول.

دلته مې هم هماغه پلان دی، ستراتيژي ورته لرو، دلته اقتصادي فرصتونه زیات دي، امکانات ډېر دي، لېوالتیا هم زیاته ده، بله دا چې په ۲۰۲۸ کال کې اولمپیک په امریکا کې کېږي او دا ځل کرکټ په اولمپیک لوبو کې شامل شوی دي.

زه چې کله مقرر شوم، له لومړۍ ورځې مې د ستراتيژۍ پر جوړولو کار پیل کړی، پنځه کلنه ستراتيژي مې جوړه کړې چې راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا کرکټ ادارې د اجرائیوي شورا له خوا منظوره شي.

زموږ پلان دا دی چې په ۲۰۲۸ کال کې امریکا د کرکټ د نړۍوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي، خو که دا ستراتيژي او پلان تطبیق شي.

د امريکا کرکټ کې د لوبېدو لپاره افغانانو ته څومره چانس شته؟

زه غواړم هغه افغانان چې وړتیا لري او شرایط یې پوره کړې وي، د امریکا د کرکټ په بېلابېلو لوبډلو کې لاره ومومي، هغه شرایط چې د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا ټاکل شوي، دا شرایط چې هر څوک پوره کړي که افغان وي او یا بل څوک، نو داخلي او ملي لوبډلو ته لاره پیدا کولای شي.

زه هغه افغان ځوانان چې امریکا ته راغلي تشویقوم چې باید خپل کرکټ ته ادامه ورکړي، تمرینات وکړي، څو د امریکا کرکټ لوبډلو ته لار پیدا کړي.

امریکا ته له راتګ وروسته مې څو ایالتونو ته سفرونه وکړل. هلته مې له افغان مشرانو او ځوانانو سره ولیدل هغوی مې تشویق کړل چې که غواړي مسلکي کرکټ وکړي، نو تمرینونه دې وکړي، اکاډمیانو کې دې داخله واخلي، څو د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي. زه په دې برخه کې هر ډول خدمت ته چمتو یم.

امریکا کې د کېدونکي شل اووریز کرکټ جام لپاره مو څومره چمتووالی نیولی؟

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې په امریکا او وېسټ‌انډیز کې کېږي، که څه هم زما له راتګ څخه مخکې ګنګوسې وې چې ټولې سیالۍ په وېسټ‌انډیز کې وشي، خو زه چې کله وټاکل شوم، ما له نړۍوالې شورا سره خبرې وکړې، له پلان شوو لوبو به ۱۷ لوبې د امریکا په درېیو ښارونو کې ترسره کېږي.

موږ د نړۍوال جام د پلاننګ او برنامو جوړولو برخه یو، په ګډه دا کار کوو، بشپړه اماده‌ګي ورته لرو، خو اداري ظرفیت مو کم دی، په نږدې ورځو کې به نور بستونه اعلان ته ورکړو، څو د خپلې ادارې ترڅنګ د نړۍوال جام لپاره ښه چمتووالی ولرو.

د نړۍوال جام دلته ترسره کېدل، امریکا ته ډېر ارزښت لري، دلته به کرکټ وده وکړي، خو اقتصادي ګټې یې زیاتې دي او د امریکا کرکټ به ورسره نور هم پرمختګ وکړي.

امریکا کې د کرکټ سوداګریزې سیالۍ په کوم حالت کې دي؟

د امریکا کرکټ بورډ پروسه پیل کړې، څو دغسې لیګونو ته وده ورکړو، دلته لا د مخه د میجر کرکټ لیګ یا اېم‌سي‌اېل شته، افغان لوبغاړو هم په کې ګډون کړی و؛ له دې مخکې هم ځیني لیګونه شوي وو، چې د تجارتي شرکتونو له خوا پر مخ وړل کېدل، هڅه کوو چې د نظارت کیفیت یې ښه کړو څو په لوړه کچه په ښه توګه دا لوبې ترسره کړو؛ غواړو د امریکا کرکټ ادارې له خوا هم یو لیګ پیل کړو.

امریکا کې د کرکټ مارکېټ څومره دی؟

امریکا د کرکټ ډېر غټ مارکېټ لري، اوس کرکټ هر کال میلیاردونه ډالر بودجه لري، یوازې د امریکا د کرکټ مارکېټ له دې څو چنده زیات دی.

اوس د کرکټ نړۍوالې شورا ډېره تکیه پر یوه هېواد ده.

امریکا به د دې ترڅنګ دا توازن برابروي، نور یو غټ مارکېټ به د کرکټ نړۍوالې شورا ته وړاندې کوي، خو دا به وخت نیسي.

د افغانستان کرکټ کوم حالت کې دی؟

د افغانستان کرکټ د پرمختګ په حال کې دی، تېر نړۍوال جام کې لاسته‌راوړنې یې د قدر وړ وې، ویاړونه یې درلودل، زه ترې خوښ یم، د لومړي ځل لپاره د یوه مکملې لوبډلې په توګه ولوبېدل، د اتفاق او اتحاد درلودو ترڅنګ یې ښې لوبې وکړې، توپوهنه مو د پخوا په څېر نه ده اوس ډېره ښه شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ کې د پاکستاني روزونکو په اړه څه نظر لرئ؟

هر روزونکی چې د هر هېواد وي، مهمه دا ده چې د لوبغاړو او لوبډلې په ګټه وي، دا موضوع باید سیاسي نه کړو، باید له روزونکو سمه استفاده وشي.

موږ پیاوړي داخلي روزونکي هم لرو، خو زموږ د کرکټ تاریخ لنډ دی، ډېره مسلکي تجربه نه لرو، په دومره کم وخت کې یو نسل روزونکي لرو، خو یو څه وخت ته اړتیا شته چې دا ضرورتونه پوره شي بیا به له خپلو روزونکو کار واخلو، باید دوامداره پروسه ولرو.

د افغانستان کرکټ ته څرنګه چې په کار ده، ولې هغسې ډېرې نړۍوالې لوبې نه لري؟

عمده عامل یې دا دی چې موږ په داخل کې نړۍوالې لوبې نه شو کولای، لوبې باید ډېرې شي چې ډېرې لوبې وکړو، د لوبغاړو تجربه زیاتېږي، تکړه کېږي، ځوانان ښه پرفارمنس کوي.

ځوانانو ته ستاسو پیغام څه دی؟

کرکټ افغانستان نړۍوالو ته ور وپېژندلو، خلک له تاریخ سره بلد نه دي، خو اوس د هېوادونو پېژندل د هغوی پرمختګونو سره کېږي، د کرکټ له لارې افغانستان په ټوله نړۍ کې ښه نوم لري.

په اسټرالیا، اسیا، اروپا او اوس په امریکا کې هم د افغانستان نوم کرکټ کې مشهور شوی دی.

هغه ځوانان چې کرکټ کوي، باید خپلې لوبې ته فوکس وکړي، ښه تمرینات وکړي، خو لومړیتوب هېواد ته ورکړي ورپسې نورو تجارتي لیګونو ته ولاړ شي.

دا نورو ځوانانو ته ډېرې هیلې ورکوي، پخوا هیڅ نه وو، خو ځوانانو دغه مقام ته ځانونه ورسول.

Views: 321

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.