ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان او کندوز کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

اروزګان او کندوز کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

[restrict paid="true"]

کندوز، ترینکوټ (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲) : ځایي مسوولین وایي چې په اروزګان او کندوز ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اروزګان ولایت کې امنیتي سرچینې وايي چې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني د مرغومي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن شاوخوا ۱۱ بجې د ګیزاب ولسوالۍ د ځین په سیمه کې د بایفور موټر د اوښتو له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ځای ته امنیتي منسوبین پر وخت رسېدلي او ټپيان یې د درملنې په موخه د اروزګان ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.

هغه روغتون ته د وروړل شوو ټپیانو روغتیایې حالت ښه بولي.

د یو بل خبر له مخې، د کندوز - امام صاحب ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

‎د کندوز امنيې قوماندانۍ وياند جمعه‌الدين خاکسار پېښه تاييدوي او وايي چې دغه پېښه نن سهار اته بجې د یو ويټز او کاماز موټرو د ټکر له امله شوې ده.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.