Language

د ۳۴ ولایتونو لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د هېواد د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۲۵۰ علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې د رغنیزو پروژو پیلېدو ترڅنګ د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

له ارګه د مرغومي په ۲۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۲۵۰ دیني عالمانو او قومي مخورو نن (د مرغومي ۲۴مه) «د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډه» تر سرليک لاندې غونډه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ترڅنګ د اسلامي امارت د کابینې غړو او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، راغلو علماوو او قومي مشرانو د خپلو ولسونو ستونزې او وړاندیزونه له حکومت سره شريک کړل.

یادو قومي مشرانو د اقتصادي ستونزو حل، د سړکونو او لویو لارو جوړول، د اوبو مدیریت، د ولسوالیو په کچه د قومي مخورو او دیني عالمانو شوراګانو جوړول او د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو پرانیستل د ولسونو غوښتنې وبللې او د اسلامي امارت له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې په دې تړاو هڅې لا ګړندۍ کړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې د اسلامي نظام د بشپړ حاکميت او سراسري امنيت ټينګښت ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وده د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد اقتصادي ودې په موخه له نړۍ سره د افغانستان وصلولو په موخه کار روان دی او له دې جملې د واخان له لارې چين ته د غځېدلي سړک چارې په چټکۍ روانې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ټول‌ګډون دی خو د هغو هېوادونو موخه چې په افغانستان کې ټول‌ګډون حکومت غواړي دا دی چې د هغوی جاسوسان او لاسپوڅي په حکومت کې شريک شي.

خیرخواه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او د خلکو خدمت په موخه راپورته شوی، ولس دې د دښمن په پوچو تبليغاتو نه غولېږي، د وخت په تېرېدو به ټولې ستونزې حل شي.

په همدې حال کې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شيخ محمدخالد حنفي وویل چې يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، مخکې له دې چې يوه موضوع يې له اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف له وزارت سره نه وي شريکه کړې، بايد پر خپل سر قضاوت ونه کړي.

هغه زیاته کړه، دا د اسلامي امارت د ټولو مسوولينو مسووليت دی چې د خلکو ستونزې په سړه سينه واوري او د حل لارې ورته ولټوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادونې ده، د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډې تر سرلینک لاندې غونډه د ټي‌اېل‌او موسسې په مالي ملاتړ «د افغانستان د خلکو غږ» پروژې د پیل په موخه رابلل شوې وه.

د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتون دروازې تړلې دي.

[/restrict]