د هلمند ځایي مسوولین وایې، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات لویې لارې د ۹۶ کېلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې .
د بغلان ، ننګرهار او هرات ولایتونو بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او لس تنه ټپیان شوي دي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې هېواد یې غواړي د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
د هندوستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ماتې ورکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ ، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و.
افغانستان د کرکټ ددرېیو شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې پر درېیو ملي لوبغاړو یې وروسته له هغه لګیدلي بندېزونه لرې کړل، چې هغوی ادارې سره د پرېکړې بدلولو لپاره اړیکه نیولې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اووریزو لوبو لوبلړۍ لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
په کندهار کې د افغان ترک ښوونځیو مدیر هارون ډیزي ایري وایي، دوی په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې خپلو همکاریو او خدماتو ته دوام ورکړي او دا د ترکیې او افغانستان تر منځ د دوستۍ نښه ده.
بغلان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ دکرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت امنیه قومانداني وایي، چې د وړوکي الیاس مومند قاتل د امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.