د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په ګرشک ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال اته کسان له سلګونو کیلو ګرامه نشه یي توکو سره نیولي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جنتن ټراټ تړون د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو.
په لغمان او سمنګان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې په پاکستان او ایران کې لسګونه افغان خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي، له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو یې غوښتي دي چې ددوی د کډوالۍ قانوني بهير ته لومړيتوب ورکړي او هم ورسره اقتصادي مرستې وکړي.
د افغان پریمیم په نامه د افغانستان یوې لوبډلې په امریکا کې د شل اووریز لیګ کرکټ سیالیو اتلولي وګټله.
اټلانټا (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ شل اووریزه نړۍواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
غزني ولایت کې د کرکټ امریت لخوا د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د څلورو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزه یوه ورځنیو لوبو لړ کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
د امریکا پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې افغان پریمیم لوبډلې د یواېس وینډیز لوبډلې ته په نیمه پای لوبه کې ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره دویمه شل اووریزه لوبه او د ۱۹ کلنو لوبډله بیا له سویلي افریقا سره یوه ورځنۍ لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، د بلاروس او پولینډ ترمنځ ګډه پوله کې د پنځو افغانانو جسدونه موندل شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو متلونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه لیک رد او د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.