ژبه

متحده عرب اماراتو په دویمه شل‌اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د متحده عرب اماراتو کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ شل‌اوریزه نړۍواله لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه.

دا لوبه چې د مرغومي په ۱۰مه د یکشنبې ورځ په شارجې ښار کې ترسره شوه، پچه یې امارات وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د اماراتو لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري قیس‌احمد او عظمت‌الله عمرزي دوه دوه، محمدنبي او فضل‌الحق فاروقي یو یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۵ منډو وسوځېده، دغه راز اماراتو دا لوبه د ۱۱ منډو په توپیر وګټله او د درېیو لوبو لړۍ یې هم یوه په یوه مساوي کړه.

د ملي لوبډلې له لوري محمدنبي تر ټولو زیاتې ۴۷ او حضرت ځاځي ۳۶ منډې جوړې کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

[/restrict]

ورته موضوع