د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازو ورسره د کډوالو پر ستونزو ددرې او څلور اړخیزو غونډو جوړولو په تړاو خبرې کړې.
د امریکا مالیې وزارت په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو اختلاس او فساد له امله د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې په مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني بندیزونه ولګول.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن پکې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
ملګري ملتونه وایي چې که له پاکستان په زوره اېستل شویو افغان کډوالو ته سرپناه برابره نه شي؛ نو په سخت ژمي کې به د یخنۍ له امله مړه شي.
په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس پیل شو.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د وسلهوال تاوتریخوالي د کمښت له امله امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.
د ۱۹ کلنو کرکټ اسیایي سیالیو په لړ کې افغانستان پخپله دویمه لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه.
د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې.