امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډه کې په غزه کې له اوربند سره مخالفت کړی، خو له اسراییل یې غوښتي دي، چې عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۳۵ کیلو متره خامه سړک او ۴۶ پُلچکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مالیې وزارت لخوا د ا.ا پر دوو چارواکو لګول شوی بندېز غندلی او ویلي چې دغه اقدام ستونزې نه هواروي.
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې لس افغانان یې په دغه هېواد کې د سیاسي فعالیتونو له امله ایستلي دي.
د ډنمارک پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د قرآن کریم د نسخو سوځول منع اعلان شول.
د بلخ والي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د کونسلګریو استازو ته ډاډ ورکړ، چې له دې ځایه د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د امریکا لخوا اسلامي امارت ته د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري.
د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي جام سیالیو په لړ کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او افغانستان لپاره ددغه هېواد ځانګړي استازي سره د افغانستان پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته کې په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه.
د بېل ګېټس بنسټ د نړۍوالې پرذختیا رییس کریس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې مشر د عامې روغتیا وزیر سره د پولیو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.
تر اسیایي جام سیالیو مخکې ملي اتل راشد خان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو سره خپلې تجربې، مشورې او سپارښتنې شریکې کړې.