ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ځانګړي استازي له پاکستان سره د افغانستان پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې

د امریکا ځانګړي استازي له پاکستان سره د افغانستان پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې

author avatar
8 Dec 2023 - 02:40
د امریکا ځانګړي استازي له پاکستان سره د افغانستان پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې
author avatar
8 Dec 2023 - 02:40

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲) : افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او افغانستان لپاره ددغه هېواد ځانګړي استازي سره د افغانستان پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې.

هغه چې پرون د سیمې د څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړی د لېندۍ په ۱۶مه، یې په اسلام اباد کې  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوو چارواکو سره یې لیدلي دي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پر خپل اېکس پاڼې له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ورسره یې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړې،  ده او ټام وېسټ د امریکا او پاکستان ترمینځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتېدو تینګار وکړ.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شپې ناوخته په یو لنډ بیان کې چې پر اېکس شبکې یې خپور کړی، لیکلي، چې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره ولیدل.

جیلاني په دې لیدنه کې په ډاګه کړې هېواد په افغانستان کې د پرمختګ او خوشحالو غوښتونکی دی.

د هغه په وینا، هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره پر دې موضوعاتو ګډ کار کولو ته چمتو دی.

تر اوسه په رسمي توګه ددې لیدنو کتنو جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو ځینو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې ددوی د خبرو اصلي موضوع په پاکستان کې د مېشتو هغو ۲۵ زرو افغانانو امریکا ته د انتقال و.

دا په دې اوونۍ کې دويم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې پاکستان ته سفر کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د کډوالو، نفوس او بې کوره شويو په برخې کې مرستیاله وزیره جولیتا والس نویس د ډېسېمبر له څلورمې تر شپږمې پورې په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، ددې سفر موخه په خوندي توګه امريکا ته د هغوی افغان کډوالو لېږدول ول چې پخوا یې په افغانستان کې له امريکايانو سره کار کړی وو. هغه خلک دا مهال په پاکستان کې د امريکا ویزو ته منتظر دي.

پاکستان د نومبر میاشتې له لومړۍ نیتې څخه ددوی په وینا، د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې ۴۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستنول شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې دا افغانان د پاکستان په نا امنیو کې لاس لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو متخصصانو پرون ویلی، چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې، خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.

 

Visits: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.