Language

د بېل ګېټس بنسټ او یونیسف استازو د عامې روغتیا وزیر سره د پولیو پر له منځه وړلو خبرې وکړې

اټلانټا (پژواک،۱۶مه ۱۴۰۲): د بېل ګېټس بنسټ د نړۍوالې پرذختیا رییس کریس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې مشر د عامې روغتیا وزیر سره د پولیو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.

ددغه وزارت لخوا  د لېندۍ په ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو کسانو سره په کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو ادارو له ملاتړه مننه وکړه .

هغه زیاته کړه:: «د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه؛ بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوي او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا شته.»

همدارنګه د یادې کتنې پر مهال د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز تخنیکي ټیم د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته غبرګونونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ بشپړ ختمولو په اړه خپلې ژمنې تازه کړې او ویې ویل، تر هغه به خپلې هڅې کوي چې دغه بدمرغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.