له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو پراېستلو او هلته د امریکا په تمه د ایسارو افغانانو پر موضوع د خبرو لپاره درې لوړ پوړي امریکایي پلاوي اسلام اباد ته سفر کوي.
ځایي مسوولین وایي د باميانو ولایت مرکز کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه،.
د هلمند امنیتي مسوولین وایې ، چې پاکستان ته یې د څارویو د قاچاق مخه نیولې او په دې تور یې درې کسان نیولي دي.
د هلمند د بست ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هلته یې د وینې د تصفیې یو ماشین یې فعاله کړی دی.
د برېښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې چارې بشپړې او افغانستان ته وارداتي برېښنا په نورمال ډول ونښلول شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د الف لوبډلې او د انګلستان الف لوبډلې ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه نن په اماراتو کې پیلیږي.
د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو سرتېرو په ګډون اته تنه وژل شوي او ۲۴ نور کسان ژوبل شوي دي.
د فراه ولایتی مسولین وایې چې د مرکز د بازار پر عمومي واټ د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک او منار جوړ شو.
. . .
د سریلانکا کرکټ ادارې اعلان کړی دی چې دوه میاشتې وروسته به له افغانستان سره د لومړي ځل لپاره د ټسټ کرکټ لوبه کوي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د اوبو بند پروژې لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د اروزګان او فاریاب ولایتونو ځایي مسوولین وایي چې په بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.