د فراه ولايت امنیتي مسولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځوان د کلاشنکوف په ډزو ځانوژنه کړې ده.
د قطر حکومت اعلان کړی دی چې د هرات زلزله ځپلو بېړنیو ژمنیو مرستو په موخه په درېیو الوتکو بار بېلا بېل توکي رالیږي.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د احساس خیریه بنسټ په همکارۍ زلزله ځپلو لپاره د ۲۵ کورونو جوړولو چارې پیل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې په هلمند ولایت کې شپږ کسان له سلګونو کسانو نشه یي توکو سره نیول شوي دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې اوس د وزیرستان خلک هم د چمن د خلکو په څېر افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط نه مني.
سرپل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): په سرپل ولايت کې د امو نفتي حوزه کې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې پیل شوې.
د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د جي ټي زیډ مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دامریکا په ورمانټ ایالت کې په یوه وسله وال برید کې درې تنه فلسطينیان ټپیان شوي دي.
قطر اعلان کړی چې د اسرائیل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند دوو نورو ورځو ته هم غځېدلی دی.
په بدخشان، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په مسکو کې د افغانستان دسرپرست حکومت د یو شمېر سیاسیونو تر غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي دي.
د فلسطین حماس ډلې د بندیانو خوشې کول ځنډولي او ویلي یې دي چې اسراییلي ځواکونو له څلور ورځني موقت اوربند څخه سرغړونه کړې ده.