ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو لېږلو خبر ورکړی

قطر د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو لېږلو خبر ورکړی

author avatar
29 Nov 2023 - 21:21
قطر د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو لېږلو خبر ورکړی
author avatar
29 Nov 2023 - 21:21

اټلانټا (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د قطر حکومت اعلان کړی چې د هرات زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو ژمنیو مرستو په موخه په درېیو الوتکو کې بار بېلابېل توکي لېږي.

په کابل کې د قطر سفارت وایي چې یادې مرستې به په درېیو ځانګړو الوتکو کې د هرات هوايي ډګر ته سبا پنجشنبې ورسېږي او وروسته به اړمنو کسانو ته چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، په شفافه توګه ووېشل شي.

د سفارت یوې سرچینې د لېندۍ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له مرسته بار دوه نورې الوتکې به د راتلونکې اونۍ په لومړیو ورځو کې هرات ته ورسېږي.

د قطر سفارت وایي، په لومړۍ الوتکه کې شپږ زره کمپلې او د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کڅوړې دي چې په  هره کڅوړه کې شاوخوا ۲۴ کیلوګرامه بېلابېل ډوله خوراکي توکي ځاي پر ځای شوي چې ټول ۲۴ ټنه کېږي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، دا مرستې د قطر خیریه موسسې او د قطر سرې میاشتې له خوا کېږي چې هرات ته له رسېدلو سره سم به د افغانستان سرې میاشتې ته سپارل کېږي.

د یادونې ده، سږ کال د تلې په ۱۵مه هرات د ريشتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزاوه چې له هغه وروسته نور ټکانونه هم رامنځته شول؛ د سرچینو معلوماتو له مخې، د دې زلزلې پایله کې څه باندې شپږ زره کسان مړه او ټپیان شول او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.