ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني: افغانستان کې د جي‌ای‌زيټ موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي

جرمني: افغانستان کې د جي‌ای‌زيټ موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي

author avatar
28 Nov 2023 - 03:51
جرمني: افغانستان کې د جي‌ای‌زيټ موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي
author avatar
28 Nov 2023 - 03:51

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې افغانستان کې د «جي‌ای‌زیټ» موسسې څلور کارکوونکي نیول شوي خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني اقتصاد وزارت د دوشنبې ورځ (د لېندۍ ۶مه) ازادۍ راډیو ته ویلي، دوی د نړۍوالې همکارۍ لپاره د جرمني موسسې یا «GIZ» د څلورو کسانو نیول کېدل تاییدوي.

سرچینې زیاته کړې، تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو لامل په اړه دوی ته رسمي معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویاند دا هم ویلي چې دوی دا موضوع جدي څاري او له ټولو لارو د دغو کسانو خوشي کېدو په اړه هڅه کوي.

د اسلامي امارت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د «GIZ» یو دولتي بنسټ دی چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې په اقتصادي پراختیا، کارموندنې، سولې، امنیت، چاپېریال ساتنې او د انرژۍ برخو کې فعالیت کوي.

[/restrict]

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.