د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د یوې د یوې ترافیکي پيښې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اروپایي ټولنې افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.
تر ۴۸ ورځو خونړیو جګړو وروسته د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنۍ اوربند پیل شو، بلخوا حماس ۲۳ اسراییلي او تایلینډ بندیان خوشې کړل.
د افغانستان یو شمېر سیاسیونو او د پخواني جمهوریت چارواکو په مسکو کې غونډه کړې ده.
ځایي مسوولینو په کندهار کې د زعفرانو یوه ورځني نندارتون پرمهال وویل چې ددغه ولایت په ۴۴۱ جریبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.
په بلخ ولایت کې د یوه نوي صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شوې، چې د سوداګریزو مرکزونو ترڅنګ به فابریکې هم پکې جوړیږي.
د کرکټ د ملي اتل راشد خان د ملا عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي، بلخوا د اسټرالیا د بیګ باش لیګ اعلان کړی چې سږ کال هغه ورسره نه لوبیږي.
د امریکا او کاناډا ترمنځ په سرحدي دروازه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پوله تړل شو ېده.
د افغانستان سرپرست حکومت په غزه کې د موقت اوربند د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دا اوربند دې دایمي شي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې چينايي چارواکو د دغه هېواد په مسلمان مېشتو سيمو کې یو شمېر جوماتونه تړلي او هڅه کوي چې د دغه هېواد پر مسلمان لږکيو کنټرول زيات کړي.
لښکرګاه ( پژواک ، ۱ لیندۍ ۱۴۰۲ ) : د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دوهم شهرا کنډک د دریمې ټولۍ امنیتي ځواکونو دوه کسان د درېیو کیلو ګرامه هیرویینو سره نیولي دي.