ملګرو ملتونو یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو پر په زوره اېستل کېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې چې هره ورځ ۱۷ زره افغانان خپل هېواد ته په زوره ستنول کېږي.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله یو ۲۱ کلن ځوان وژل شوی او یو بل ۳۵ کلن کس ژوبل شوی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ماتې ومنله.
د کرکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) د سریلانکا پر کرکټ ادارې لګول شوی بندېز لګولی دی.
د افغانستان کرکټ بورد وایي چې ملي وبډله به راتلونکې جنورۍ میاشت کې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې درې نړۍوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه چې د پاکستان له لوري د ټرانزيټ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.
دسعودي او مصر په ګډون د پنځو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چین ته د سفر پر مهال له دغه هېواده د غزې د جګړې درولو کې مرسته غوښتې ده.
د غازي امان الله خان یوه ورځني کرکټ سیالۍ چې د بست په اتلولۍ پای ته ورسېدې، یو شمېر ځوان لوبغاړي پکې ښه وځلېدل.
د فراه ولایت امنیتي مسوولین وایې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو د نشه یي توکو د نیولو تر څنګ یو باب د نشه یي توکو د پروسس کارخانه کشف او له منځه یوړل شوه .
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر وايي چې د ښکاریانو لخوا نیول شوي ۸۰ بېلا بېل ډوله مرغان یې بېرته خوشې کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د غازي امان الله خان یوه ورځني کرکټ سیالیو پای لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنخ ترسره کېږي.