اسټرالیا د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو پای لوبه کې کوره هېواد هندوستان ته په ماتې ورکولو د شپږم ځل لپاره اتلولي وګټله.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام پای لوبه نن د هند او اسټرالیا ترمنځ په احمد اباد مشهور لوبغالي کې ترسره کېږي.
د پاکستان لنډمهاله حکومت وایي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې به له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیلوي.
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د ٦٠ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د بمبارۍ ترڅنګ، بریدونو ته دوام ورکړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو کېدونکې “مهمه“ غونډه ښایي راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سرپرست حکومت لخوا د نړۍوالو مرستو د حیف او میل په اړه د سیګار د مشر جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري.
پاکستان کې د بېلابېلو مذهبي ګوندونو غړو او ملایانو د دغه هېواد د پوځ له مشر سره په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ایستلو په اړه د حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړ.
هلمند کې امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په مارجې ولسوالۍ کې یې له یوه موټره سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مرستیال وایي، چې نړۍ له جګړې ستړې ده او نور نه غواړي د جنګسالارانو ملاتړ وکړي او یايې تمویل کړي.
د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې د دویم پړاو سیالیو په یوه لوبه کې قطر افغانستان ته ماتې ورکړه.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې پاکستان سره تر خبرو اترو وروسته دغه هېواد په کراچۍ بندر کې د ا فغان سوداګرو د بند پاتې اموالو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.