د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې اسټرالیا سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې لاره پیدا کړه.
د کونړ ټولګټو چارو ریاست له لوري په ناړۍ ولسوالۍ سیمه کې د یوه سړک د ژغورنې په موخه د نیږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړونې چارې پېل شوې.
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ، تجوید او د سبعه قرااتو سیالۍ د هېواد د ممتاز حافظ په معرفي کولو سره پای ته ورسېده.
د هلمند ولایت امنیتې مسوولین وایي چې په باغران ولسوالۍ کې د نشه یې توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو له لوري د یو لړ کشفي معلوماتو په پر بنسټ دوه بابه د نشه یې توکو د پروسس کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د هندوستان د کرکټ وتلي لوبغاړي ویرات کوهلي چې په بادشاه هم مشهور دی، په یوه ورځني کرکټ کې دوه نوي نړۍوال ریکارډونه جوړ کړل.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل کې نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووتلو.
د کرکټ نړۍوالې شورا د یوه ورځني کرکټ نړۍواله درجه بندي اعلان کړې او افغان لوبغاړو په لسو غورو کې ځای موندلی دی.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې لومړۍ نیمه پای لوبه نن د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه ارزونه کې لیکلي چې له افغانستان سره دې په امنیتي، سیاسي او سیمهییزو برخو کې همکاري وشي او پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوش تیپې کانال په شاوخوا کې د ځمکې د وېش په اړه خپاره شوي خبرونه، جعلي او بې بنسټه دي.
د افغانستان ، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه اقتصادي غونډه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وشوه.