ژبه

افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ پر ډېرولو هوکړه وکړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه اقتصادي غونډه کې د ترانزیټ او سوداګرۍ بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر ډېرولو هوکړه شوې ده.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د لړم په ۲۳مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي ګډون کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز په غونډه کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او په سوداګریزو چارو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم ګډون درلود.

سفارت ویلي چې د غوڼدې په پای کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ برخو کې د همکاريو ډېرېدو برخه کې یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو.

خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې یادو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سیمه‌ییز اتصال، د سوداګرۍ پر پراختیا، ترانزیټي او ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او ګډې پانګونې موافقه وشوه.

سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې د «افغان ټرانس» اوسپنې پټلۍ پروژې، درې اړخیزه ترانزیټ، عمومي سوداګرۍ او د سیمه‌ییز اتصال ترڅنګ پر یو شمېر موضوعاتو خبرې شوې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سیمه‌ییزې همکارۍ ډېرېدل او د اړیکو ښه لا ښه والی د دې ناستې موخه وه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو او د مالیاتي سیستمونو پر اصلاح هم بحث وشو.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ګوهر اعجاز ویلي، دا ډول ناستې دې زمینه برابروي څو د درې واړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان او ازبکستان مارکېټونو کې نوي ځایونه موندلی شي او په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په دې وروستیو کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر مالونه د کراچۍ بندر کې ایسار دي او د حرکت اجازه نه ورکول کېږي.

د سرپرست حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي پرون اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره په دې اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر ترانزیټي ستونزو خبرې وشوې.

افغان چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان اړوند له درې زره ډېر کانټینر د کراچۍ بندر کې ایسار کړي او نوره مالیه او پیسې غواړي خو زیاتوي چې په دغه کار سره افغان سوداګرو ته سخت مالي تاوان رسېږي.

[/restrict]