منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې

فراه ښار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي دي.

ددې ولایت امنیه قوماندانۍ لخوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ د کسنک کلي اړوند ساحه کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه وایې چې د سیمې ځای ته امنیتي ساتونکي راسیدلي او د وژل شوې کسانو جسدونه یې ولایتي روغتون ته انتقال کړیدي.

د یادولو ده چې پرون راهیسې د فراه په مرکز او پرچمن ولسوالۍ کې  تنه د ټکرونو په پایله کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.