Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزارت: د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د وېش په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د وېش په اړه خپاره شوي خبرونه جعلي او بې‌بنسټه دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې اوازې خپرې دي چې ګواکې د قوش‌تېپې کانال په اوږدو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د کرنې وزارت له خوا د لړم په ۱۳مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د امیرالمؤمنین د عالي مقام په ۶۲۹ مه ګڼه فرمان کې چې په ۱۴۴۴/۱۰/۲۴ هـ ق نېټه صادر شوی، راغلې چې هیڅ شخص یا اداره د امیرالمؤمنین له فرمان پرته د قوش تیپې د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د کارولو، وېشلو او پېر-پلور حق نه لري.»

یاد وزارت د افغانستان له ټول ولسه هیله کړې چې د عالي مقام تر رسمي اعلان پورې دې د قوش‌تېپې کانال شاوخوا سیمو کې د ځمکې ترلاسه کولو په پار هیڅ ډول اقدام ونه کړي او پر دروغو اوازو باور ونه کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.