د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران د انرژۍ وزیر سره د وارداتي برېښنا د تړون پر غرځولو خبرې وکړې.
د افغانستان دسرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د افغان سوداګرو او کډوالو په تړاو پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
پاکستان ویلي چې د افغان کډوالو اېستلو پروسې چټکولو په موخه یې درې نورې لارې پرانیستلې دي.
د بادغیس او غور ولایتونو ځایي مسوولین وایي چې په دوو پېښو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي مسوولین وایي چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د ۶۵۰ کورنو جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له ایران څخه په ژمي کې د پرچاوۍ او برېښنا تعرفې کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا پوځ وایي چې د مدیترانې په بحیره کې د غورځېدلې الوتکې پېښه کې یې پنځه سرتیري وژل شوي دي.
دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام ګروپي سیالیو په وروستۍ لوبه کې هندوستان نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې نهمه لوبه هم وګټله.
په اروپا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ اعلان کړی چې په مدیترانه بحیره کې یې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې، خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د اسلامي همکاریو سازمان او عربي هېوادونو په ګډه سرمشریزه غونډه کې د غزې کلابندۍ او هوایي بمباریو د ختمولو ترڅنګ هلته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل حکومت له خوا په زوره د افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان پخپلې وروستۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د اتلانو جام یا چیمپینز ټرافۍ ته یې هم لاره پیدا کړه.